د فلسطین د بندیانو ټولنې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې اسرائیلي ځواکونو تر ۲ زرو ډېر فلسطیني ماشومان نیولي او اوس شاوخوا ۳۵۰ ماشومان په سختو شرایطو کې ساتل کېږي.
د دې ټولنې په راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، ویل شوي چې اسرائیلي چارواکي فلسطیني ماشومان له ګواښولو او نیونې نیولې تر شکنجې، لوږې او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي د مخنیوي پورې له بېلابېلو کړنو سره مخ کوي.
د فلسطین د بندیانو ټولنې ویلي، له تور او محکمې پرته د ماشومانو بندي کول او د خوشې کېدو د نېټې نه ټاکل، د هغوی پر وړاندې بله سرغړونه او جرم دی چې ماشومان له کورنۍ او زدهکړیز ثبات څخه بې برخې کوي.
دې ادارې د فلسطیني ماشومانو د خوشې کولو، د سرغړونو د څېړلو او د شکنجې، لوږې او درملنې ته د لاسرسي د مخنیوي د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې د واقعي اقدام غوښتنه کړې ده.


