د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس سرګي ناریشکین کابل ته په رسمي سفر تللی.

هغه د طالبانو حکومت د استخباراتو له رییس مولوي عبدالحق وثیق سره لیدنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو او ګډو همکاریو په اړه خبرې شوې دي؛ خو د غونډې د اجنډا او نورو جزئیاتو په اړه لا ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.


