د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر یتین پټیل سره لیدلي دي.
د وزارت په وینا، متقي نوموړي ته په نوي ماموریت کې د بریا هیله کړې او ویلي یې دي چې حکومت یې له هند سره اړیکو ته اهمیت ورکوي.
متقي زیاته کړې، د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه د زیاتېدو په حال کې ده او د دواړو هېوادونو د ظرفیتونو د ښه کارونې لپاره باید د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ همکاري زیاته شي.
په ورته وخت کې، د هند سفارت شارژدافیر ویلي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او بشري برخو کې خپلې اړیکې او تعامل پراخ کړي.


