د ایلم تحلیل
د روسیې د بهرنیو استخباراتو رئیس سرګي ناریشکېن نن کابل ته رسېدلی او د طالبانو حکومت د استخباراتو له رئیس مولوي عبدالحق وثیق سره یې د دوه اړخیزو همکاریو او استخباراتي معلوماتو په راکړه ورکړه خبرې کړې دي.
دا سفر داسې مهال کېږي چې د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولستیف د یوه څلور ورځني سفر په ترڅ کې لاهم په اسلام اباد کې دی.
کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د رئیس سفر دا معنا لري چې دواړه هېوادونه ګډې استخباراتي دلچسپۍ لري. په سیمه کې د روسیې تر ټولو لویه اندېښنه د داعش حضور دی چې د طالب چارواکو په وینا د روزنې او سمبالښت مرکزونه یې له افغانستانه بهر د ډیورنډ کرښې پورې غاړه دي. او طالبانو په تېرو میاشتو کې څو ځله د داعش پر دغو مرکزونو د ډرونونو د هوايي بریدونو خبر ورکړ او له فضا نه اخیستل شوي انځورونه يې خپاره کړل.
د روسیې استخبارات دا هرڅه څاري او په اړه یې کافي معلومات لري همدا راز روسیه د طالبانو په استخباراتي معلوماتو باور لري ځکه یې نن په کابل کې له طالب چارواکو سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو خبره کړې ده.

د روسیې او طالبانو پوځي نږدېوالی او کډ استخباراتي دریځ له دې هم ښکاري چې دوه اونۍ وړاندې یې د طالبانو یوه ډلګۍ د ۲۰۲۶ م کال د هغو پوځي تمریناتو لیدلو ته بللې وه چې ولسمشر پوتین هم په کې حضور درلود.
همدا راز افغانستان په تېره جولای میاشت کې له روسیې سره د امنیتي همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړی و، او لویه خبره داده چې روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.
دا ټولې خبرې ددې څرګندونه کوي چې روسیه د خپلې سترې اندېښنې په برخه کې چې هغه د داعش حضور دی د طالبانو له هڅو راضي ده او پر دې اړه یې په استخباراتي معلوماتو پوره باور لري او داسې ګڼي چې طالبان د داعش په مخنیوي او له منځنۍ اسیا څخه یې د لرې ساتلو په سیاست کې بریالي دي.

افغانستان ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د رئیس راتګ همدا معنا لري چې افغانستان د بشپړې انزوا ښکار نه دی او روسیه یې تر څنګ ولاړه ده.
همدا راز هم مهاله پاکستان او افغانستان ته د روسیې د امنیتي او استخباراتي چارواکو سفرونه ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ د ختمولو هڅه هم وي ځکه که د پاکستان او افغانستان تر منځ پوځي اخ او ډب روان وي سیمه بې ټيکاوه کېږي او دا شونتیا ډېرېږي چې د داعش غوندې ډلې دې له دې فرصته ګټه پورته کړي او په سیمه کې خپل حضور پراخه کړي.
او د مسکو فارمېټ غونډې په ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي هم وو چې روسیه د افغانستان او پاکستان تر منځ منځګړتوب ته چمتو ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ ختمولو ته روسیه له یوه بله اړخه هم لېواله ده او هغه د افغانستان له لارې پاکستان سره سوداګري کول دي، ځکه چې له روسیې سره نړیواله سوداګري پر دغه هېواد د بندیزونو له کبله ټکنۍ شوې او له پاکستان سره سوداګري یې هم د تورخم او نورو ترانزیټي لارو په تړل کېدو ختمه شوې ده.
نو ویلی شو چې روسیه له افغانستان سره نږدې پاتې کېدل غواړي او په سیمه کې د خپل اثر او رسوخ د ساتلو په موخه خپل لرې او نږدې ګاونډي هېوادونه پر ځان ټولول غواړي او هڅه کوي چې د دغو هېوادونو تر منځ شته اختلافونه هم هوارکړي.

