پنجاب کې د مساپر وړونکي اورګاډي چپه کېدو ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0
32

د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان ولسوالۍ کې د یوه مساپر وړونکي اورګاډي د پټلۍ څخه د وتلو او چپه کېدو له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د «رحمان بابا اېکسپرېس» په نوم دغه اورګاډی له کراچۍ څخه پېښور ته روان و، چې د سې‌شنبې په سهار شاوخوا ۵:۱۵ بجې د شېرشاه اورګاډي تمځای ته نږدې له پټلۍ واوښت.

ویل کېږي، چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۴ واګونونه له پټلۍ وتلي دي.

مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.

ځایي چارواکو ویلي، چې د پېښې د څرنګوالي او لاملونو معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ