فایننشل ټایمز په یوه راپور کې ویلي، پاکستان د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ د جګړې د پراخېدو له امله له یوه سخت انتخاب سره مخ شوی دی.
د راپور له مخې، سعودي عربستان له پاکستانه د امنیتي او پوځي ملاتړ تمه لري، خو اسلاماباد نه غواړي په یمن کې په مستقیمه جګړه کې ښکېل شي.
فایننشل ټایمز لیکي، پاکستان له سعودي عربستان سره نږدې امنیتي او اقتصادي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستی دفاعي تړون د اسلاماباد لپاره د ریاض پر وړاندې د ملاتړ فشار زیات کړی دی.
په ورته وخت کې، پاکستان هڅه کوي له ایران سره خپلې اړیکې هم وساتي او د یمن په جګړه کې د مستقیم پوځي دخالت له احتمالي سیاسي او امنیتي پایلو ځان وساتي.
د راپور له مخې، که په یمن کې جګړه پراخه شي او سعودي عربستان د پاکستان د پوځي ملاتړ غوښتنه وکړي، اسلاماباد به اړ شي چې د سعودي ژمنو او په جګړه کې د نه ښکېلتیا ترمنځ یو سخت انتخاب وکړي.


