د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي وايي، د دې ایالت امنیتي او سیاسي پالیسۍ به نور له اسلاماباده بهر نه ټاکل کېږي.
ښاغلي کنډي ادعا کړې، چې پخوا د دې ایالت امنیتي او سیاسي پالیسۍ د اسلاماباد پر ځای له کابل، کندهار او جلالاباده ټاکل کېدې.
نوموړي په پېښور کې یوې خبري غونډې ته ویلي، له مرکزي حکومت سره د اختلافاتو د پای ته رسولو او د امنیت د ښه کولو لپاره به هڅې وکړي.
هغه ناامني د وسلهوالو ډلو د ناسم ملاتړ او د هغوی د فعالیتونو پر وړاندې د غفلت پایله بللې ده.


