د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق په میدان وردګو ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، د طالبانو ځواکونه د «نظام» پر وړاندې د هر ډول ګواښ د مخنیوي لپاره چمتو دي.
وثیق له ځوانانو غوښتي چې د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي او د بهرني تجاوز په صورت کې د هېواد او «نظام» په دفاع کې له حکومت سره همکاري وکړي.
نوموړي ادعا کړې چې د الله تعالی په مرسته او د خلکو په ملاتړ به یې «نظام» پر خپل ځای پاتې وي.


