د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراجالحق په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي حاکمیت اعلان په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې دا ډول پرېکړې د ولسواک نظام د کمزوري کولو هڅه ده.
نوموړي د خیبر پښتونخوا د سیاسي وضعیت په اړه د خپل مخالفت په څرګندولو سره ټینګار کړی، چې د خلکو رایو ته باید درناوی وشي او د ولس له ارادې سره سم سیاسي پرېکړې وشي.
سراجالحق همداراز د اساسي قانون پر حاکمیت ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې د هېواد سیاسي چارې دې د قانون په چوکاټ کې پر مخ یوړل شي.
په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي حاکمیت د اعلان موضوع د سیاسي بحثونو د زیاتېدو لامل شوې او یو شمېر سیاسي څېرو د دې پرېکړې په اړه خپل مخالفت څرګند کړی دی.


