د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په ریاض کې د هوايي ډګرونو په نښه کولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو خوندیتوب ته باید پام وشي.
وزارت په خپله خبرپاڼه کې د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر د وروستیو بریدونو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې د تاوتریخوالي دوام د سیمې د وضعیت د لا خرابېدو لامل کېدای شي.
د وزارت په وینا، د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید لازم اقدامات وشي او ښکېل لوري دې له زغم څخه کار واخلي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان وه.


