د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور احمد پښتین د هاګ د عدالت ډیالوګ (THJD 2026) راتلونکې غونډې ته د ځانګړي ویناوال په توګه بلل شوی دی.
د غونډې د تنظیموونکو په وینا، د پښتین ګډون به د بشري حقونو، انساني کرامت، عدالت او د جګړو د قربانیانو د غږ د نړیوال انعکاس په اړه د بحثونو یوه مهمه برخه وي.
په دې غونډه کې به د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه قانونپوهان، ژورنالستان، د بشري حقونو مدافعین او د نړیوالو بنسټونو استازي ګډون وکړي.


