امریکا د سمندري محاصرې د ماتولو په تور د ایران یوه سوداګریزه بېړۍ ویشتلې

0
30

د امریکا پوځ وايي، د عمان په خلیج کې یې د ایران د سمندري محاصرې د ماتولو په هڅه کې یوه سوداګریزه بېړۍ ویشتلې او له کاره یې غورځولې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، پېښه د اکتوبر پر ۱۰مه شوې او بېړۍ د پاناما بیرغ درلود.

د امریکا پوځ د بېړۍ نوم «اوشن مولیکا» یاد کړی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا، بېړۍ له یوه ایراني بندر څخه وتلې وه او د امریکايي ځواکونو پرله‌پسې خبرداریو ته یې پام نه و کړی.

امریکايي چارواکي وايي، یوې جنګي الوتکې د بېړۍ شاتنۍ برخه په دقیقو مهماتو ویشتلې، چې له امله یې د بېړۍ د حرکت سیستم له کاره لوېدلی دی.

د امریکا پوځ ویلي، په دې برید کې د بېړۍ عملې ته زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د بېړۍ د مالکانو یا چلوونکو له لوري د پېښې په اړه څه نه دي ویل شوي.

سینټکام وايي، امریکا د جولای پر ۱۴مه د ایران د بندرونو پر لور تلونکو او ترې وتونکو بېړیو سمندري محاصره بېرته پیاوړې کړې ده.

د امریکايي چارواکو په ادعا، په تېرو دریو میاشتو کې یې څلور سوداګریزې بېړۍ له کاره غورځولې او ۱۳۵ نورې یې بېرته ګرځولې دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ سمندري کړکېچ دوام لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ