د بریتانیا ملکه: د کتاب لوستلو پر مهال د پاچا خندا مې تمرکز ګډوډوي

0
48

د بریتانیا ملکه کامیلا وايي، له پاچا درېیم چارلس سره د ماښام له ډوډۍ مخکې د کتابونو لوستل د دوی د ورځني ژوند یوه برخه ده؛ خو کله ناکله د پاچا خندا او د هغې خپلې اوښکې دا ارامه شېبه بدلوي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې کامیلا دا څرګندونې په یوه مستند فلم کې کړې دي.

د دغه فلم موخه په بریتانیا کې د تفریحي مطالعې د دود د کمېدو مخنیوی او د کتاب لوستلو هڅول دي.

کامیلا په دې اړه ویلي: «کله چې زه په یوه کتاب کې ډوبه یم، ناڅاپه د پاچا په لوړ غږ خندا واورم. دا زما تمرکز ډېر ګډوډوي.»

هغې زیاته کړې، کله ناکله د کتاب د لوستلو پر مهال ناڅاپه په ژړا هم شي.

د راپور له مخې، ۷۹ کلنه ملکه کامیلا له اوږدې مودې راهیسې له کتابونو سره مینه لري.

هغې د کرونا وبا پر مهال په ټولنیزو رسنیو کې د کتابونو د لوستلو یوه ډله جوړه کړې وه، چې له بریا وروسته یې درې کاله وړاندې د مطالعې د ګټو د ترویج لپاره خیریه بنسټ هم جوړ کړ.

د بریتانیا د سواد زده‌کړې ملي بنسټ د معلوماتو له مخې، تېر کال د هغو ماشومانو او ځوانانو سلنه چې له کتاب لوستلو خوند اخلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې وه.

اوس دغه بنسټ د بریتانیا له حکومت او د ملکې کامیلا له خیریه بنسټ سره په ګډه هڅې کوي، څو د کتاب لوستلو لېوالتیا بېرته زیاته کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ