د امریکا یو شمېر جمهوريپالو سناتورانو او د مذهبي بنسټونو مشرانو د هغه پلان مخالفت کړی، چې له مخې به یې د امریکا دفاع وزارت د پخواني پوځي روانپوه نیدال حسن د اعدام بهیر په ژوندۍ بڼه خپور کړي.
ټاکل شوې حسن د روان کال د ډسمبر پر درېیمه د ډلې د ډزو له لارې اعدام شي.
نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې د ټکساس ایالت په فورټ هوډ پوځي اډه کې د ۱۳ کسانو د وژلو په تور په پوځي محکمه کې مجرم پېژندل شوی و.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حسن د ډلې د ډزو له لارې د اعدام سزا مستحق دی؛ خو نوموړي تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې ایا د اعدام بهیر به په ژوندۍ بڼه خپرېږي که نه.
د امریکا مرستیال ولسمشر، جيډي ونس، هم د دې پلان په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي، که خپرونه هم وشي، دی به یې ونه ګوري.
د امریکا د کانګرس یو شمېر جمهوريپالو غړو ویلي، د اعدام ژوندۍ خپرونه د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د درد او غم سپکاوی دی.
د استازو جرګې غړي مایکل باومګارټن هم پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې دا پلان باید له سره وڅېړل شي.
دیموکراتانو هم په پراخه کچه له دې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.
د امریکا د کاتولیکانو د اسقفانو د کنفرانس مشر، پاول کوکلي، دغه پلان د مرګپالنې د فرهنګ وحشیانه ترویج بللی دی.
د انجیلي عیسویانو د ملي ټولنې مشر، والټر کېم، هم خبرداری ورکړی چې دا کار ښايي د اعدام په څېر جدي موضوع په عامه ننداره بدله کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم ویلي، چې په عام محضر کې اعدام د شکنجې او ظالمانه، غیرانساني یا سپکوونکي چلند د منع له اصولو سره په ټکر کې دی.
د بخښنې نړیوال سازمان هم د ډلې د ډزو له لارې د اعدام طریقه غندلې ده.
د راپور له مخې، د امریکا په فدرالي زندانونو کې د اعدامونو ثبتول او خپرول د قانون له مخې منع دي؛ خو پوځي مقرراتو دا بندیز په ورته ډول نه دی عملي کړی.
دا لا هم روښانه نه ده چې د اعدام د ترسره کولو لپاره به څوک ټاکل کېږي او د بهیر په اړه به کوم اصول عملي کېږي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې په دې اړه به وروسته نور جزئیات خپاره کړي.


