د پښتو ژبې د شاعر، لیکوال او ژورنالېست طالب منګل مړینې د ادبي او فرهنګي ټولنې غړي خواشیني کړي دي.
یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو د نوموړي مړینه د پښتو ادب لپاره ستره ضایعه بللې او د هغه پر نشتون یې خواشیني څرګنده کړې ده.
طالب منګل، چې د جمهوریت پر مهال یې د بېلابېلو رسنیو ترڅنګ د خوست ولایت د والي د ویاند په توګه هم دنده ترسره کړې وه، په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه د ژورنالېزم او ادبي فعالیتونو ترڅنګ، د لوړو زدهکړو په برخه کې هم بوخت و او د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې یې د ماسټرۍ زدهکړې کولې.


