د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر په ۹مه، د ترکمنستان په ترکمنباشي ښار کې د خپلواکو دولتونو ټولنې (CIS) د مشرانو شورا په غونډه کې وویل، چې دغه ټولنه په تېرو درې نیمو لسیزو کې د سیمهییزې همکارۍ په یوه مهم چوکاټ بدله شوې او د غړو هېوادونو ترمنځ یې اقتصادي، ټولنیزې، کلتوري او بشري اړیکې پیاوړې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې له CIS هېوادونو سره د روسیې سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۱۰ میلیارد ډالرو زیاته شوې او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې ۱۲ سلنه نوره هم لوړه شوې ده.
پوتین د اقتصادي همکاریو ترڅنګ د امنیتي همغږۍ پر پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې غړي هېوادونه د مالي جرمونو، پیسو مینځلو، فساد، سایبري جرمونو، نشهیي توکو قاچاق، ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې ګډ اقدامات کوي.

هغه د جرمي عدالت، سایبري امنیت او د پولو د ساتنې په برخو کې د نویو ګډو پرېکړو ملاتړ هم څرګند کړ.
ولادیمیر پوتین وویل، چې د CIS هېوادونه د نړیوال قانون د منل شویو اصولو او د ملګرو ملتونو د مرکزي رول پر بنسټ د عادلانه څوقطبي نړیوال نظم ملاتړ کوي.
ولسمشر پوتین د روسي ژبې، ګډ تاریخي میراث او کلتوري اړیکو ساتل یې هم د غړو هېوادونو له مهمو ګډو مسئولیتونو وبلل او پر دې یې ټینګار وکړ، چې د تاریخ د تحریف مخنیوی او ځوان نسل ته د ګډ تاریخ رښتیني معلومات رسول اړین دي.
پوتین همداراز د کسپین سمندر د چاپېریالي وضعیت په اړه د بحث یادونه وکړه او د CIS مشرانو ته یې بلنه ورکړه، چې د روان کال د ډسمبر په ۲۱مه په سنپترزبورګ کې په غیررسمي غونډه کې ګډون وکړي، څو د سیمې پر روانو مسئلو او راتلونکو همکاریو خبرې وکړي.


