د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو له حکومت سره مو د یو شمېر افغانانو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې

0
25
Signature: EPVlw36Y+8JZQEnGmsYttf90m07JWvdJKYEEH5KsQbbu5u7QFsiE6/i2bSKURNYfwQtpKfiGfyphbdR/GwGf2TmhPW9CjdZX+hPvDnB6HF7iA7X+uV95jOiXnyYDCyvGGWFKYNYzZnZlgkFrGWoI7W7eNLK/gUlLJP4yk+mGQX3NJtnt2fOREybEXMqXkGpyXPEaw+cuJF8AdQVr+scaTi9C+5Pkxi9/JoyhcNmV9PGM7TdS+sAS3j1iNwzE3mqzrHJ5QkaWEW/XTdUU9z2oW+gA2jT3NdiiAPPaKbX1qkdstH2ozmhjwmVQ7cWiOc7QDImG5N3ahmAo6vX+gTegAmz06qF8BEPkgldhHihffaYk5RiVS5ahFQDD70EVj6guNUZE+rqvptmmUG4rpRPdrJJKEfE25Xroopiqn4o4uc02nASOnNV3xEmsv5GvL8tpaPpV2EDNs8Mbh9Gc2m6I1jCieLrAOQB/HVjeygnzJkS1Q1hqaqxIQ8Snubq635olKVjmO+egK54H61szKwWRSIbIUol+pyZmnaGMYFH2APLgOT9fiQ5jB9lLQjS6anIqQH09TFHvZTMUJy4HOjN28L/H49EcZmO2bD2JZuz10j2mBsVAtfsvP5Lqc84T1uw5MnHfEfQJyz/CnSTLPLmqeBedz6nRmvXXhy6TEBJhMeSBz2h7h1GAKJYY4/+4lTZGWWbzZ+0RAKNukxznJEXl4luWONha/G/lKbz9wrUrH49cBl0/xG6pT5e/qKe8hDVTw+Rd3LegzRTrjGwmCqkpuHWDwLPMwDkQrPmS5mbVDfqj4dFwXJXiAY/9RRlgwiuPad9K1OHA9+pDa5P/ifhcQa2OUk0Jukgfv6caxi3/RJlv2dfv5+gZKQELsrE7aVfDZ8irRKj4pFCmsxEC6XvyoDAS9yeOfEoQ0eOESrGC5JnJnouTkoKWjy0HoyRo9HIzP5s3MdFlrOC7VHy+zNVid1Fo0hBOSAW9MOCrfVumdJU=

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې دغه هېواد د طالبانو له حکومت سره د یو شمېر افغان وګړو د بېرته ستنولو د اسانتیا لپاره تخنیکي خبرې پیل کړې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي، د دغو خبرو موخه د هغو افغانانو بېرته ستنول دي، چې په فرانسه کې په ناقانونه توګه مېشت دي او د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.

د نوموړي په وینا، دغه بهیر ښځې او پناه‌غوښتونکي نه رانغاړي او د فرانسې حکومت یې اساسي موخه د خپلو وګړو د امنیت تأمین بولي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې پاریس اوس مهال د طالبانو له حکومت سره د استازو د منلو کوم پلان نه لري او په دې برخه کې د جرمني په څېر د اقدام نیت هم نه لري.

هغه روښانه کړې، چې د طالبانو له حکومت سره خبرې یوازې په تخنیکي کچه روانې دي او دا په دې معنا نه ده، چې فرانسه د طالبانو استازي په رسمي توګه مني.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ