ایا پاکستان په رښتیا په افغانستان کې ثبات غواړي؟

0
120

د ایلم تحلیل

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره لیدلي او تازه یې ویلي چې، سوله ییز او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی. (!) چې دا خبره د پاکستان دوه مخیتوب په ګوته کوي، که تاریخ ته وګورو نو ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني او نور یې د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر ضد روزلي او وسلوال کړي وو.
له نورمحمد تره کي د ډاکټر نجیب تر سقوطه یې د امریکا په وسلو او د عربو په پیسو د افغانستان د کمزوري کولو لپاره جګړه وکړه، د طالبانو په راوستلو کې یې مرسته وکړه خو بیا یې له امریکې سره د دوی او نورو افغانونو د سرونو سودا وکړه.

د پاکستان دا دښمني تر جمهوریته او له جهوریت وروسته تر طالبانو راوغځېده. رښتیا خبره داده چې پاکستان هېڅکله په افغانستان کې امن نه غواړي بلکې هیله یې داده چې دا هېواد دې تل د جګړې ډګر وي. داعش ته یې د افغانستان په ضد پناه ورکړې او په وسلو یې سنبال کړی، او د بدخشان او نورستان نښتو پر ډاګه کړه چې د طالبانو افغان مخالفان او د هغوی جبهې هم په پاکستان کې پټنځایونه لري، راځي برید کوي او بېرته پاکستان ته اوړي. خو دادی کال یې په پوره کېدو دی چې پر ټولو نړیوالو قوانینو یې پښې ایښي او افغانستان بمباروي او پوځي بریدونه پرې کوي، بهانه یې داده چې طالبانو د هند په مرسته د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي او بلوڅو بېلتونپالو ته پناه ځایونه ورکړي؟

که داسې ده ولې پاکستان تر اوسه په دې برېدونو کې د خپل یو مخالف پاکستاني طالب او پلوڅ د وژل کېدو ثبوت نه دی وړاندې کړې. ملګرو ملتونو تېره اونۍ وویل چې د پاکستان په برېدونو کې له ( ۱۱۰۰ ) ډېر عام افغانان وژل شوي خو پاکستان د یوه مخالف جنګیالي د وژل کېدو خبره هم نه ده کړې.
په دې مسله کې د هند د ښکیلتیا په اړه هم هېڅ ثبوت نه لري، او که د بحث لپاره و انګېرو چې هند په رښتیا هم د پاکستان په ضد د افغانستان ځمکه کاروي نو په ځواب کې یې ولې په هند برید نه کوي، بلکې په خلاف د دې چې د هند نوم یاد شي پاکستان وايي چې له هند سره جګړه د حل لاره نه ده بلکې ستونزې به د خبرو اترو له لارې هواروي.

هند بیا پر پاکستان تور لګوي چې ددغه هېواد لشکر طیبه، جیش محمد، حزب المجاهدین، حرکت المجاهدین، حرکت جهاد اسلامي، البدر، ال عمر مجاهدین، تحریک المجاهدین او جماعت المجاهدین چې نهه ترهګرې ډلې دي په هند او سیمه کې د ترهګرۍ فعالیتونه تر سره کوي خو د دې باوجود پاکستان افغانستان د ترهګرو ډلو ځاله بولي.
پاکستان یوازې د نورو هېوادونو خلک نه وژني بلکې په پښتونخوا او بلوچستان کې په پوځي عملیاتو کې قصدآ بې وسلې او بې ګناه پښتانه او بلوڅ هم وژني چې له کبله یې ددغو خلکو په زړونو کې له پاکستانه د خپلواکۍ اخیستو جذبه پیاوړې شوې ده.

لنډه دا چې تر کومه چې پاکستان د افغانستان حکومت ته د دښمن پر ځای د یوه سیال، خپلواک او قابل احترام حکومت په سترګه ونه ګوري ستونزې نه هوارېږي، او په پښتونخوا او بلوچستان کې چې د ازادۍ خود جوشه تحریکونه پیدا شوي د دغه هېواد د تجزیې سبب به ګرځي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ