ایمل فیضي: پاکستان د سولې تر نوم لاندې افغانان بمباروي او پړه پر نورو اچوي

0
38

د پخواني ولسمشر ویاند ایمل فیضي د مسکو فارمټ په غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان پر څرګندونو سختې نیوکې کړې دي.

ښاغلي فیضي ویلي، پاکستان ځان قرباني ښيي، خو د اوسني بحران په رامنځته کولو کې د دغه هېواد پوځ مهم رول لري.

هغه د افغان ملکي وګړو پر وژلو، د افغان کډوالو پر ایستلو او د وسله‌والو ډلو پر ملاتړ پاکستان تورن کړ. او د هغه هېواد دریځ یې د «پر نورو د ملامتۍ اړولو او دروغو» پر سیاست تعبیر کړ.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ