د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د «مقاومت جبهې» اړوند یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
قانع ویلي، چې نیول شویو کسانو غوښتل د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) پر دفتر برید وکړي او د چاودنې پلان یې درلود.

نوموړي د نېول شویو څلور تنو ویډیو هم خپره کړې چې ټولو په خپل جرم اعتراف کړی.
تر اوسه د مقاومت په نوم جبهې په دې اړه څه نه دي ویلي.


