د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ د اتمې ناستې د ګډې اعلامیې د نه تصویب په تړاو د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر روانو اختلافاتو اندېښنه څرګنده کړې ده.
لاوروف د سېشنبې په ورځ په مسکو کې د ختیځ تیمور د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، که څه هم د اختلافاتو له امله ګډه اعلامیه خپره نه شوه، خو دا موضوع باید په تراژیدۍ بدله نه شي.
نوموړي وویل، د رامنځته شویو ستونزو ریښې له وړاندې د اټکل وړ وې.
لاوروف ټینګار وکړ چې د سیمې له امنیتي او جیوپولیټیکو مسئلو سره د مقابلې لپاره باید له سیمې بهر هېوادونه له لاسوهنې ډډه وکړي.
نوموړي وویل، مسکو باور لري چې هم د طالبانو حکومت او هم پاکستان د خپلو اړیکو عادي کولو ته لېواله دي او روسیه د دغه بهیر ملاتړ کوي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې د مسکو فارمټ اتمه ناسته د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د اختلاف له امله د ګډې اعلامیې له تصویب پرته پای ته ورسېده.
د کابلوف په وینا، اختلاف هغه مهال رامنځته شو چې د اعلامیې وروستی متن چمتو کېده.
د طالبانو حکومت پلاوي اعتراض کړی و چې په سږني متن کې افغانستان د ترهګرۍ په تړاو له اړتیا زیات یاد شوی دی.
د طالبانو حکومت استدلال کړی و چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د تېر کال په پرتله بدلې شوې او له همدې امله د اعلامیې په نوي متن کې د تېر کال ورته عبارتونه د منلو وړ نه دي.
روسي چارواکي بیا وايي، د ګډې اعلامیې نه تصویب به د مسکو فارمټ فعالیتونه ونه دروي او دغه چوکاټ به د افغانستان په اړه د سیمهییزو هېوادونو د همغږۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د مسکو فارمټ په اتمه ناسته کې د روسیې ترڅنګ د پاکستان، ایران، هند، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و؛ بلاروس او مصر هم د مېلمنو په توګه حاضر وو.


