متقي او اوورچوک د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

0
39

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي تفاهم ترڅنګ، د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او انرژۍ همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

متقي د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو مثبت مسیر یاد کړی او د افغانستان په اړه یې د روسیې له مثبت سیاست مننه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې موجود سیاسي تفاهم باید په عملي اقتصادي شراکت بدل شي او د سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه‌ییز اتصال، روسي پانګونې، انرژۍ او کانونو په برخو کې ګډې همکارۍ پراخې شي.

د وزارت په وینا، متقي همداراز د بانکي او تادیاتي اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی. الکسي اوورچوک بیا د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړی او ویلي یې دي چې د عملي همکاریو د پیل لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.

روسي چارواکي د ترانزیټ، ترانسپورټ، انرژۍ او نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی او د تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالي یادونه یې کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ