د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر دیکرو ویلي، په افغانستان کې د کوکنارو د تولید ۹۵ سلنه کمښت د پام وړ لاسته راوړنه ده او نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې پرېنږدي.
دیکرو له فارن پالیسي سره په مرکه کې له ۱۲ کلنۍ پورته د نجونو له زدهکړو محرومول په بشپړه توګه د نه منلو وړ بللي دي.

نوموړي ویلي، د ټولنې د نیمايي برخې له زدهکړو لرې کول او د هغوی له وړتیاوو نه استفاده کول، د پراختیا له نظره هم ناسمه تګلاره ده.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر زیاته کړې چې افغانستان په تېرو شاوخوا یو نیم کال کې د اقتصاد له نږدې ۲۰ سلنه کمښت، د اقلیمي بدلونونو اغېزو، طبیعي پېښو، له ګاونډیو هېوادونو سره ترینګلتیاوو او له ایران او پاکستان څخه د نږدې پنځه میلیونه افغان کډوالو د بېرته راستنېدو له ستونزو سره مخ شوی دی.

دیکرو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته شا اړول ښايي په راتلونکو پنځو تر لسو کلونو کې جدي پایلې ولري.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ملاتړ باید د ښځو او نجونو د حقونو د پرمختګ او د مدني فضا د پراخېدو لپاره هم وشي.


