د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي ناسته پیل شوه

0
44

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي ناسته د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، په مسکو کې پیل شوه؛ چې د سیمې د یو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو او چارواکو پکې ګډون کړی دی.

په دې ناسته کې د روسیې، ایران، هند، چین، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازي حضور لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپله وینا سره د غونډې بهیر پرانیست.

د ناستې ګډونوالو د طالبانو له حکومت سره د سیمې د هېوادونو د سیاسي او اقتصادي تعامل پر پراختیا، د افغانستان د وضعیت او سیمه‌ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کوي.

د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې موضوع هم د بحثونو له مهمو برخو څخه ده.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تر دې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو زیاتېدل به د دې ناستې د اجنډا یوه برخه وي.

په ورته مهال، د بېلاروس او مصر پلاوي د مېلمنو په توګه په غونډه کې ګډون کړی او تمه ده چې د ناستې په پای کې به ګډونوال په ګډه اعلامیه کې د افغانستان په اړه خپل دریځونه څرګند کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ