د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، له پاکستان سره د کابل امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي.
ښاغلي متقي د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته په وینا کې وویل، افغانستان نه غواړي له پاکستان سره اختلافات د متقابلو تورونو او تبلیغاتو په ډګر بدل شي.
خو نوموړي پر پاکستان تور ولګاوه د سیاسي تفاهم پر ځای له افغانستان سره په اړیکو کې له پوځي لارې کار اخلي.
متقي وویل پاکستان په وروستیو بریدونو کې د افغانستان په کنړ، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.
هغه همداراز پاکستان تورن کړ چې د افغانستان د بېثباته کولو لپاره د پخواني حکومت د پوځي پرسونل او داعش د غړو له لارې هڅې کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې کابل به د فشار له امله په خپله تګلاره کې بدلون را نه ولي او د هر ډول برید پر وړاندې دفاع خپل حق ګڼي.
متقي په ورته وخت کې وویل، افغانستان له پاکستان او نورو سیمهییزو هېوادونو سره د ستونزو د حل لپاره خبرو او همکاریو ته چمتو دی.


