په مسکو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي ناسته پیلېږي

0
56

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي ناسته نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیلېږي.

په دې ناسته کې د افغانستان په ګډون د روسیې، چین، ایران، هند، پاکستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو استازي ګډون کوي.

د طالبانو حکومت د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي.

په ناسته کې به د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت، سیمه‌ییزه همکاري، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې وڅېړل شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ