د طالبانو حکومت د دفاع وزارت یو لوړپوړی پوځي پلاوی د روسیې په رسمي بلنه د دغه هېواد په کوربهتوب د «Center-2026» ستراتیژیکو ګډو پوځي تمریناتو کې ګډون کړی دی.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی د عبدالله بن مسعود رض د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د قوماندان مولوي نصیبالله مدني په مشرۍ روسیې ته تللی.
د وزارت په وینا، طالب پلاوي د تمریناتو د عملي پړاوونو له لیدنې سربېره، د درنو وسلو، بېپیلوټه الوتکو، لیرې واټن ویشتونکو توغندیو، روباټیک سیسټمونو او نورو عصري پوځي تجهیزاتو له نندارتون څخه هم لیدنه کړې ده.
دفاع وزارت وايي، یاد پلاوي د دغه سفر پر مهال د چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له پوځي استازو سره د دوهاړخیزو اړیکو، پوځي تجربو، روزنې، مسلکي زدهکړو او ګډو همکاریو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده.


