خلیلزاد: پر افغانستان د پاکستان بریدونه په کلکه غندم

0
51

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.

خلیلزاد ویلي، په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د تېر په څېر دا بریدونه هم په کلکه غندي او وايي، د بې‌ګناه افغانانو وژنه باید ودرول شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ