د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلدېش او زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره نوملړونه اعلان کړي دي.

افغان لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې له بنګلدېش او زمبابوې سره ټولټال ۳ ټسټ، ۴ یو ورځنۍ او ۳ شلاوریزې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ به د اکټوبر له ۹مې د نومبر تر ۱۷مې پورې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او شارجه ښارونو کې ترسره شي.


