د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف د پاکستان د تازه هوايي بریدونو په غبرګون کې د افغانستان د دفاع لپاره د علم، ټکنالوژۍ او پوځي وسایلو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

ښاغلي ضعیف لیکلي چې دفاع یوازې د سر په قربانولو نه کېږي او هېواد باید د دفاع لپاره لازم «علم، ټکنالوژي او اسباب» ولري.
پاکستان د پنجشنبې په سهار کونړ او هلمند کې هوايي بریدونه کړي دي.

اسلاماباد وايي، بریدونه د وسلهوالو پر پټنځایونو شوي او ۲۲ وسلهوال په کې وژل شوي؛ خو د طالبانو حکومت وايي، په بریدونو کې ۹ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.


