کرزی پاکستان ته: خپل دښمنانه سیاستونه مو بیا وڅېړئ او له افراط‌پالنې او نفاق‌اچونې نور لاس واخلئ

0
31
Afghan President Hamid Karzai speaks at Afghanistan's Independent Election Commission (IEC) in Kabul April 1, 2010. REUTERS/Ahmad Masood (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کنړ او هلمند پر استوګنیزو سیمو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

کرزي ویلي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د وژل شویو لپاره د جنت او ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

نوموړي د پاکستاني پوځ بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او د هېواد د حاکمیت نقض بللي او ټینګار یې کړی چې افغانان به د بهرني تېري پر وړاندې په ګډه له خپل هېواد څخه دفاع کوي.

کرزي د پاکستان له مشرانو غوښتي چې د دښمنانه او جګړه مار سیاستونو او د افغان ښځو او ماشومانو د وژلو پر ځای خپل سیاستونه بیا وڅېړي، له افراط‌پالنې او نفاق‌اچونې لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنانه اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ