تخار کې د یوې دیني مدرسې د زده‌کوونکي د وهلو په تړاو یو کس نیول شوی

0
51

د طالبانو حکومت د تخار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمر نقیب‌الله مسرور وايي، د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یو کس د یوې مدرسې د زده‌کوونکي د وهلو او ټکولو په تړاو نیول شوی دی.

د مسرور په وینا، په ټولنیزو شبکو کې د پېښې د ویډیو له خپرېدو وروسته یاد کس ونیول شو.

نوموړی زیاتوي چې د پېښې دوسیه د لا نورو څېړنو او قانوني اقداماتو لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې وخت ناوخت په دیني مدرسو کې د زده‌کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ورته پېښې رامنځته کېږي، چې د ماشومانو د خوندیتوب، د زده‌کړیز چاپېریال او د هغوی د حقونو په اړه اندېښنې راولاړوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ