له عراقه د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو وتل بشپړ شول

0
57
A soldier loads up onto an American plane near Mosul, Iraq.

په عراق کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو وتل بشپړ شوي دي.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې امنیتي ځواکونو د ښار په واټونو کې پوځي پرېډ ترسره کړ.

د دې ځواکونو وتل هغه پوځي حضور پای ته رسوي چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا په مشرۍ پر عراق د برید وروسته پیل شوی و.

د عراق چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سره، له نړیوالو شریکانو سره امنیتي همکاري به په نورو بڼو دوام ولري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ