د طالبانو حکومت د هرات امنیه قوماندانۍ وایي، چې په اسلامکلا بندر کې د چهارشنبې ورځې ماښام لګېدلی اور د اور وژنې ادارې له لوري په بشپړ ډول مهار شوی دی.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسيني وايي، د اور وژونکو پر وخت اقدام د دې لامل شوی چې اور نورو سیمو ته ونه غځېږي او د پراخېدو مخه یې ونیول شي.
حسیني د پېښې مالي زیان محدود بللی، خو له اسلامکلا څخه په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې یو شمېر لوی باروړونکي او ټېلري موټر په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
تر اوسه د اورلګېدنې د علت او د اوښتو دقیقو مالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.


