د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د یو لړ مهمو نړیوالو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.
د معلوماتو له مخې، په یادو سیالیو کې به افغانستان له بنګلهدېش سره ټېسټ لوبه ترسره کړي.

دغه راز افغانستان، بنګلهدېش او زمبابوې به په درې اړخیز یو ورځني سیریز کې سره مخامخ شي.
تر دې وروسته به افغان لوبډله له زمبابوې سره د شل اوریزو او ټېسټ سیریزونو په لوبو کې هم سیالي وکړي.
په دې سیالیو کې به د ملي لوبډلې لوبغاړي د نړیوال کرکټ بېلابېلو فورمونو کې د خپلې وړتیا د څرګندولو فرصت ولري.


