د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له افغانستان، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د تهران د دوستانه اړیکو ترڅنګ، هر هېواد خپلې ملي ګټې او محاسبې هم لري.
پزشکیان د سېشنبې په ورځ په تهران کې یوې غونډې ته وویل، عراق، افغانستان، پاکستان، اذربایجان او نور دوست او ګاونډي هېوادونه له ایران سره همکاري کوي، خو په خپلو پرېکړو کې خپلې محاسبې هم په پام کې نیسي.

هغه تر دې وړاندې په یوه خبري ناسته کې ویلي وو چې د جګړې پر مهال طالبانو او پاکستان له ایران سره د سرحدي امنیت په برخه کې همکاري کړې او د هغو کسانو د تګ راتګ مخه یې نیولې چې تهران یې د ایران د ناامنۍ لپاره «بهرني عناصر» بولي.
د ایران ولسمشر زیاته کړې وه چې د دواړو لورو له خوا د سرحدونو په اوږدو کې ځواکونه ځای پر ځای شوي، څو د سرحدي ګواښونو او د وسلهوالو فعالیتونو مخه ونیول شي.

د پزشکیان څرګندونې داسې مهال دي چې د ایران او د طالبانو حکومت اړیکې تر ډېره پر اقتصادي او امنیتي همکاریو ولاړې دي.
تهران په وروستیو کلونو کې د ګډې پولې مدیریت، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.


