د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت وايي، د علماوو شوراګانو اړوند لایحه د رسمي جریدې په ۱۵۰۰مه ګڼه کې خپره شوې ده.
د وزارت په وینا، دغه لایحه یوه مقدمه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري او په ولایتونو او ولسوالیو کې د علماوو شوراګانو د جوړېدو، صلاحیتونو، مسؤلیتونو او دندو څرنګوالی پکې مشخص شوی دی.
د لایحې له مخې، د ولایتونو او ولسوالیو د علماوو شوراګانې به رییس، مرستیال، اداري مسؤل او مالي مسؤل ولري او نور غړي به د اړتیا له مخې ټاکل کېږي.
د عدلیې وزارت وايي، د «اسلامي امارت» دفاع او ساتنه، د شرعي نظام په اړه عامه پوهاوی، د امارتي مسؤلانو د فعالیتونو او چلند اصلاح، د چارواکو او خلکو ترمنځ د باور پیاوړتیا، د عامه پوهاوي زیاتول، د ستونزو حل او له «امارتي» ادارو سره همکاري د دغې لایحې له مهمو مواردو څخه دي.


