مجاهد: افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

0
34

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې یې ډېرې هڅې کړې دي.

مجاهد له ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې ډیپلوماټیکې اړیکې لري، خو د پاکستان په اړه یې ویلي چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له ستونزو سره مخ شوې دي.

د هغه په وینا، د افغانستان اړیکې له اسلامي هېوادونو، د سیمې له هېوادونو، چین او روسیې سره هم ښې دي.

نوموړي زیاته کړې چې حکومت یې له نورو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او هڅه کوي موجودې ستونزې په تدریجي ډول حل، له هېوادونو سره باور رامنځته او د افغانستان ډیپلوماټیکې اړیکې لا پراخې کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ