د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د طالبانو حکومت د والي پر دفتر د یوه وسلهوال برید ادعا شوې ده.
متحدې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ځواکونو یې د غور د والي پر دفتر هدفي عملیات ترسره کړي دي.
د دغې جبهې په وینا، په برید کې د والي یو ساتونکی وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته، ملي بسیج جبهې هم په جلا اعلامیه کې د همدې برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د طالبانو والي په خپل کاري دفتر کې په نښه شوی او سخت ټپي شوی دی.
دې جبهې همداراز د طالبانو حکومت د والي د نږدې کسانو د مرګژوبلې ادعا کړې، خو کره شمېرې یې نه دي ورکړي.
تر اوسه د طالبانو حکومت د دغه ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.


