کابل اسلام‌اباد ته: د ډیورنډ له کرښې د وسله‌والو د راوښتو مسؤلیت د پاکستان پر غاړه دی

0
46

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت له ډیورنډ کرښې د «وسله‌والو عناصرو» د اوښتو په تړاو یې ورته د اعتراض لیک سپارلی دی.

وزارت ادعا کړې چې داعش او نورو وسله‌والو عناصرو د پاکستاني پوځ په مستقیمه مرسته او لارښوونه د نورستان پر لور د اوښتو هڅه کړې، خو د طالبانو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دغه اقدامات د افغانستان د حاکمیت او حریم نقض بللي او خبرداری یې ورکړی چې د ورته کړنو د دوام د «ناوړه عواقبو» مسئولیت به د پاکستان پر غاړه وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ