د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د فعالیتونو په اړه د یوې تازه خپرې شوې ویډیو له امله په سند ایالت کې د دې ډلې د احتمالي حضور په اړه بحثونه راپورته شوي دي.
په ویډیو کې څو وسلهوال کسان له خلکو سره په سندي ژبه خبرې کوي او هغوی د ټي ټي پي له لیکو سره یوځای کېدو ته هڅوي.
یوه وسلهوال د محمد بن قاسم نوم اخلي او ادعا کوي چې هغه ورځ به لرې نه وي چې د ده په وینا، د اسلام بیرغ به یو ځل بیا په سند کې پورته شي.
په ویډیو کې وسلهوال له سندیانو غواړي چې د سیمې له دودیزو ځمکوالو او قومي مشرانو سره د خپلو غوښتنو لپاره مبارزه وکړي او په پای کې د اسلام لپاره مخکې تګ او مړینې غوښتنه کوي.
دا ویډیو داسې مهال خپره شوې چې پاکستاني چارواکو په کراچۍ کې د ټي ټي پي له اړوندو کسانو سره د مبارزې په نوم د نیونو او عملیاتو خبر ورکړی دی.
د سند د ترهګرۍ ضد ادارې د سپټمبر په درېیمه ویلي وو چې دوه کسان یې د ټي ټي پي د مفتي سعد ډلې د غړیتوب په تور نیولي دي.
پاکستاني چارواکو وروسته په کراچۍ کې د یوه بل کس، قاري ضیاءالرحمن، د وژلو ادعا هم کړې وه او هغه یې د ټي ټي پي غړی بللی و.
د جنوبي اسیا د ترهګرۍ د اطلاعاتو مرکز د معلوماتو له مخې، په سند کې د ټي ټي پي اړوندو کسانو د نیولو پېښې له ۲۰۰۸ کال راهیسې ثبت شوې دي.
د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۱۵مې پورې په دغه ایالت کې د نیولو شپږ پېښې او اووه نیونې ثبت شوې دي.


