حکمتیار: پاکستان په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل هڅه کوي

0
75

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې پاکستان له بېلابېلو لارو هڅه کوي په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل کړي.

حکمتیار په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، پاکستان باید په پام کې ولري چې هغه هدف چې د امریکا په مشرۍ د شاوخوا ۵۰ هېوادونو ځواکونه په افغانستان کې ورته ونه رسېدل، اسلام‌اباد به یې هم ترلاسه نه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په ناامنه کولو کې د پاکستان هڅې ښايي د دغه هېواد پر امنیت هم منفي اغېز وکړي او دوی پکې خپل امنیت وبایلي.

حکمتیار ټینګار کړی چې پاکستان به په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ په رامنځته کولو کې بریالی نه شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ