د ۲۰۲۶ کال د اسیايي لوبو په ترڅ کې د افغانستان او هند ترمنځ د کرېکټ لوبه د سخت باران او د لوبغالي د لوندبل له امله لغوه شوه او له دې سره د افغان ابدالیانو سفر هم پای ته ورسېد.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د لوبې د ترسره کېدو شرایط برابر نه شول.
د لوبې له لغوه کېدو وروسته هند نیمهپایلوبې ته ولاړ، خو افغان لوبډله له سیالیو بهر شوه.
افغانستان د ګروپي پړاو په لومړۍ لوبه کې جاپان ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه، خو له نیپال څخه یې د پنځو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه او دویم پړاو ته یې لار وموندله.
د دغو سیالیو په بلې لوبه کې د پاکستان او هانګکانګ ترمنځ سیالي هم د باران له امله لغوه شوې، چې ورسره پاکستان نیمهپایلوبې ته لار ومونده او هانګکانګ له سیالیو بهر شو.
افغانستان د اسیايي لوبو په تېر پړاو کې پایلوبې ته رسېدلی و او د سپینو زرو مډال یې ګټلی و.
په روان پړاو کې بیا د افغان لوبډلې پر انتخاب او د لوبغاړو پر ټاکلو نیوکې شوې دي.


