خلیلزاد: د پاکستان له لوري پر افغان او پاکستاني ملکي وګړو تاوتریخوالی تړلې غمیزې دي

0
70

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه چې افغان ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې، او په پاکستان کې پر ملکي وګړو د زور زیاتي زیاتوالی، له یو بل سره تړلې غمیزې دي.

خلیلزاد ویلي، دا وضعیت د پاکستان د واکمن جوړښت له لوري پر افغانانو او پاکستاني وګړو تپل کېږي.

هغه زیاته کړې چې له بده مرغه، تر اوسه د وضعیت د بدلون کومه نښه نه ویني.

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د پاکستاني وګړو پر وړاندې د زور کارولو په اړه اوسني نښې ښيي چې په راتلونکو ورځو کې ښايي وضعیت لا خراب شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ