د مقاومت په نوم جبهې نظامي مشري نوې شوه؛ ریګستاني د عملیاتو عمومي قوماندان ټاکل شوی

0
47

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم جبهې، صالح‌محمد ریګستاني د خپل عملیاتي قوماندان په توګه وټاکه.

د جبهې په حکم کې راغلي، چې دا پرېکړه د نظامي چارو د لا انسجام، د جبهې د همغږۍ د پیاوړتیا او د ریګستاني د تجربو او مخکینیو مسؤلیتونو په پام کې نیولو سره شوې ده.

احمد مسعود د جبهې د ټولو مسؤلینو او قوماندانانو غوښتي چې له ریګستاني سره د هغه د نوې دندې د ترسره کولو په برخه کې لازمې همکارۍ او همغږي وکړي.

ریګستاني د افغانستان د پخواني حکومت له سیاسي او پوځي څېرو څخه دی او په وروستیو کې یې له هندوکش څخه د مقاومت د دوام خبره کړې وه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ