د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، پاکستان د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت افغانستان کې بمبارد کړی، چې د نوموړي په وینا د دغه هېواد جګړهپال دریځ څرګندوي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان تر هر څه وړاندې سولهییز ګډ ژوند، سوداګري، ترانزیټ او د انرژۍ د لېږد همکاریو ته اړتیا لري.

مرتضوي د پاکستان دغه اقدام د سیمې د ثبات او تلپاتې سولې له اړتیاوو سره په ټکر کې بللی دی.


