د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د پاکستان متجاوز پوځ تېره شپه یو ځل بیا د کونړ او پکتیکا په ځینو سیمو کې ملکي ځایونه بمبار کړي دي.
مجاهد ویلي، چې د کونړ په برید کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي چې ټول ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، په پکتیکا کې هم یو کور او یو سیمهییز دوکان په هوايي برید کې په نښه شوي، خو د هغه په وینا، په دغه پېښه کې ځاني زیان نه دی اوښتی.
هغه زیاته کړې چې دا تجاوز او ظلم غندي او د جنایتونو تکرار یې بولي.

مجاهد زیاته کړې، چې پاکستاني نظامي کړۍ په خپل هېواد کې د امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره پر افغانستان بریدونه کوي او ویلي یې دي چې افغانان به دغو بریدونو ته مناسب ځواب ورکړي.


