د طالبانو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، پاکستاني ځواکونو نن سهار شاوخوا درې بجې د دغه ولایت د نورګل ولسوالۍ پر یوه سیمه هوايي برید کړی دی.

د یاد ریاست د رییس نجیبالله حنیف په وینا، په برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې چې د هوايي برید له امله یو کور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.


