ټرمپ: د ایران جګړې لپاره درې انتخابونه لرو؛ د دې هېواد له منځه وړل، اقتصادي فشار یا هوکړه

0
43

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د جګړې په اړه درې انتخابونه پر مېز دي: «د ایران له منځه وړل، پرېښودل شي چې له اقتصادي پلوه له منځه ولاړ شي، یا له ایران سره هوکړې ته رسېدل.»

ټرمپ دا څرګندونې د فاکس نیوز له خبریال ټري ینګسټ سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې د ایران په اړه د پرېکړې په حال کې دی او ښايي په نږدې راتلونکې کې «ډېرې لویې پېښې» رامنځته شي.

ټرمپ همداراز ویلي چې که د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره د لیدنې فرصت برابر شي، دی ښايي له هغه سره د کتنې لپاره چمتو وي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د تهران له لوري د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا حکومت ته د شرایطو یو لېست وړاندې شوی دی.

None

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ