پاکستان د خیبر پښتونخوا د کوهاټ د جومات د برید په تړاو یو ځل بیا ادعا کړې چې وسلهوالې ډلې له افغان خاورې په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي؛ خو افغان حکومت دا تورونه ردوي.
د کوهاټ د برید مسوولیت په لومړیو ساعتونو کې روښانه نه و، خو وروسته یوې ډلې چې د اتحادالمجاهدین په نوم وه، د برید مسوولیت منلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان پر وړاندې د ځپونکي برید ګواښ کړی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د العربیه انګلیسي څانګې سره په مرکه کې ویلي، ټيټيپي او بلوڅې ډلې په پاکستان کې خپلې پخوانۍ ستونزې لري او اسلاماباد باید خپلې امنیتي ستونزې افغانستان ته منسوبې نه کړي.
مجاهد خبرداری ورکړی، که پاکستان د ځاندفاع په نوم پر افغان خاوره پوځي اقدام وکړي، افغانستان به له خپلې خاورې دفاع وکړي او ځپونکی غبرګون به وښيي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې ذبیح الله مجاهد له ایلم نیوز سره مرکه کې هم د پاکستان ادعاوې رد کړې وې او ویلي چې د داعش ډلې مرکزونه د بلوجستان په مستونګ کې موجود دي او له هغه ځایه دًسیمې هېوادونو ته نفوذ کوي.
بل لور ته، پاکستان ټینګار کوي چې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه یې اندېښنې جدي دي، خو کابل د افغان خاورې د پاکستان پر ضد د کارېدو ادعا ردوي او وايي، د پاکستان کورنۍ امنیتي ستونزې باید پر افغانستان ونه تپل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ترکیې د استخباراتو رئیس ابراهیم کالین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو د حل لپاره لومړی افغانستان او وروسته پاکستان ته سفر وکړ او د دواړو هېواونو مشرانو سره یې ولېدل.


